دوزيراعظم شهبازشريف ترک صدر اردوان سره ملاقات

Nov 8, 2025 - 21:22
 0  4
دوزيراعظم شهبازشريف  ترک صدر اردوان سره ملاقات

 اسلام اباد( وحدت خبر) وزيراعظم شهبازشريف اؤ دترکيې صدر رجب طيب اردوان ترمينځ داذربائيجان دارالحکومت باکو کښې ملاقات شوے دے چې پکښې  ددوه اړخيزه تعلقاتو  دټولو اړخونو جاج اخستل شوے دے، په دې اړه جاري شوې اعلاميه کښې وئيل شويدي چې  دملاقات په دوران چيف اف دي ارمي سټاف فيلډ مارشل سيد عاصم منير هم موجود ؤ.  دوزيرعظم شهبازشريف اؤ ترک صدر ترمينځ دا ملاقات په باکو کښې دفتحې دورځې دپريډ په موقعه شوے دے. ملاقات کښې  وزيرعظم شهبازشريف دترکيې  دجمهوريې دورځې په موقعه صدر اروان او ترک اولس ته مبارکي پيش کړې اؤ وئيلي ئې دي چې  پاک ترکيه ملګرتيا ددواړو ملکونو ترمينځ  دژورو اؤ پائيداره تعلقاتو  دمضبوطۍ عکاسي کوي. په ملاقات کښې په دې خبره اتفاق شوے دے چې دترکيې يو وزارتي وفد به زر دپاکستان دوره وکړي. دواړو مشرانو  دخپل مينځي تشويش علاقائي اړ بين الاقوامي مسائيلو باندې دنزدې رابطې  په جاري ساتلو اتفاق کړے دے  اؤ سيمه اؤ اسلامي  نړۍ کښې امن، استحکام اؤ دخوشحالۍ ودې لاپره ئې  مشترکه خواهش  تکرار کړے دے.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي