په کوهاټ کې د افغان کډوالو په کېمپونو کې د لمريزې برېښنا نظام ونړول شو
کوهاټ ( نعمت الله خان )
د خيبر پښتونخوا سوېلي ولسوالۍ کوهاټ کې مېشت افغان کډوالو له پنډغاليو د لمريزۍ برېښنا پايې، مزې، بېټرۍ او لمريزۍ تختې ( پلېټونه) ونړول شول.
دغه اقدام له هغې وروسته د کوهاټ ډپټي کمېشنر رحيم الله محسود په وينا ترسره شوی چې د پاکستان کورنيو چارو وزارت لخوا په ياده ولسوالۍ کې د کډوالو پنډغالي يا کېمپونو ناقانونه اعلان شول.
د کوهاټ ښاروالۍ چارواکو په کوهاټ مېشت افغان کډوالو له پنډغاليو برقي نظام وناړه او ټول برقي الات يې له ځانه سره وړي.
د کډوالو په کېمپونو کې دغه برقي نظام د ملګرو ملتونو يونېسف او د کډوالو اړوند نړيوالو مرستندويه ادارو په ماليي ملاتړ کډوالو لپاره جوړ شوی و.
په پنډغاليو کې مېشتو کډوالو به له څاګانو د څښاک اوبه او د شپې مهال به يې د لارې کوڅو کې رڼايي لپاره له دغه لمريزې برېښنا نظام څخه استعفاده کوله چې اوسمهال نړول شوی دی.
په کوهات کې مېشت افغان کډوال يې په اړه وايي، چې په پنډغاليو هغه د ژوند اساسي اسانتياوې ورڅخه اخيستل کېږي چې دوی به ترې استعفاده کوله او په نړول شوي برقي نظام يې خواشيني څرګنده کړې.
کډوال زياتوي، دوی د پاکستان حکومت هر يو امر سر په سترګو مني او لسيزې راهيسې يې په دغه پنډ غاليو کې په ښه درناوي ژوند تېر کړی.
دغه کډوال غوښتنه کوي چې د بېرته تګ لپاره د ورته يو داسې پلان جوړ شي چې دوی په باعزته توګه خپل هېواد ته ستانه شي تر هغه پورې د ژوند اساسي اسانتياوې بايد ترې وا نه خېستل شي.
بلخوا د پاکستان حکومت دريځ دی چې په هېواد کې د امنيت ټينګښت په موخه له هېواده ټول ناقانونه توګه مېشت بهرنيان باسي چې دغه لپاره د ( ای اېف ار پي ) په نوم جوړ شوی پلان درېيم پړاو پيل کړی چې په دغه هېواد کې له څلورو لسيزو ډېر وخت مېشت افغان کډوالو يې هم برخه ګرځولي او ورته د وتلو امر شوی.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0