27 ائيني ترميم دائين دروح مخالف دے، بيرسټر ګوهر

Nov 5, 2025 - 22:24
 0  2
27 ائيني ترميم دائين دروح  مخالف دے، بيرسټر ګوهر

اسلام اباد( وحدت خبر) دپاکستان تحريک انصاف چئيرمين بيرسټر ګوهر وئيلي دي چې   27 ائيني ترميم دائين دروح  مخالف دے، بيرسټر ګوهر وئيلي دي چې  ائيني ترميم په دې طريقې سره نۀ کيږي، زمونږ سره نۀ خو رابطه شوې اؤ نۀ دترميم مسوده شريکه کړے شوې ده، دۀ وئيلي دي چې    د٢٧م ائيني ترميم نه وفاق ته خطره ده، مونږ به جواب په پارليمان کښې ورکوو،دقومي اسمبلۍ غونډې ته وينا  کښې دۀ ووئيل چې  په دې ائيني ترميم سره قوم نور مۀ تقسيموئ، دۀ ووئيل چې  دسپريم کورټ سره ٥٦ زره کيسونه زيرالتوا دي،  هاغه سينئر ججان چرته لاړل چې دا کيسونه به ئې سرته رسول؟ دپي ټي ائي  باني  وائي چې دعوامو په خاطر په جيل کښې ناست يم، دۀ ووئيل چې  دپي ټي ائي باني دائين اؤ قانون بالادستۍ لپاره په جيل کښې دے. دۀ ووئيل چې  حکومت دوفاق سټرکچر په خطره کښې اچول غواړي، صوبې انتظار کوي چې يوولسم اين ايف سي ايوارډ به کله راځي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي