امريکا کښې نوے تاريخ رقم شو، ظهران ممداني دنيويارک وړومبے مسلمان ميئر منتخب

Nov 5, 2025 - 22:17
 0  1
امريکا کښې نوے تاريخ رقم شو، ظهران ممداني دنيويارک وړومبے مسلمان ميئر منتخب

نيويارک( ميډيا رپورټ)  د امريکا د نيويارک ښار د مېئر  د  چوکۍ لپاره په ټاکنو کښې د ډيموکراټ سوشلسټ مسلمان  اميدوار، ظہران ممداني،   کاميابي  ترلاسه کړې ده    د امريکا په تاريخ کښې دا لومړے ځل دے چې يو مسلمان او همداسې دومره ځوان کس دا څوکۍ ګټلې ده۔ ۳۴ کلن ظہران ممداني د تر اوسه ترلاسه شوو پايلو له مخې49.6 سلنه رايې خپلې کړې، په داسې حال کښې چې د هغه سيال، د نيويارک پخواني ګورنر، اينډريو کوومو، 41٫6 سلنه رايې ترلاسه کړې۔ کوومو ته د کرټس سلووا له شتون څخه تاوان ورسېدو، ځکه چې هغه سره له دې چې د ممداني او کوومو دواړو نه شاته پاتې شو، بيا هم په دوه عدده (يعنې لسو يا زياتو سلنو) کښې رايې ترلاسه کړې، چې دا چاره ښايي ممداني ته د ګټې سبب شوې وي۔ د نيويارک د مېئري د څوکۍ د ظہران ممداني د بريا خبر ډيسک HQ ورکړے۔ ممداني په خپل انتخابي منشور کښې دا وعدې کړې وې چې د کرايو کنګلول (منجمدول)، د ښار تر ادارې لاندې د خوراکي توکو دوکانونه جوړول، او بسونه د خلکو لپاره وړيا کول

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي