خېبرپښتونخوا کښې دافغان مهاجرينو خلاف اپريشن لا تيز
پېښور( وحدت خبر) خېبرپښتونخوا کښې دافغان مهاجرينو خلاف داپريشن رفتار نور هم تيز کړے شوے دے، په خاص توګه دافغان مهاجرينو دکيمپونو ختمولو وروسته کارروائيو کښې شدت رغلے دے. دسرکاري شميرې ترمخه صرف داکتوبر په دوران ٦٧ زره ٦٠١ افغان وګړي ملک بدر کړے شويدي، په ١٩م اکتوبر په يوه ورځ کښې دوه زره شپږ پنځوس کسان خپل وطن ته ستانۀ کړے شويدي، ملک بدر کړے شوو کښې ٢١٩ پي او ار کارډ لرونکي هم شامل وو. دشميرې ترمخې په مجموعي توګه تراوسه ١٤ لکه ،١٣ زره ،٩٠٦ افغان وګړي پاکستان نه واپس افغانستان ته ستانۀ شويدي چې پکښې يو لک درې شپيتۀ زره، دوه سوه درې پنځوس پي او ار کارډ لرونکي اؤ اتيا زره اے سي سي هولډرز شامل دي. دذريعو وينا ده چې دحکومت په هدايت دافغان وګړو خلاف جاري اپريشن کښې درجسټرډ اؤ غيررجسټرډ افغان وګړو مرحله واره واپسي روانه ده. دغيرقانوني قيام کوونکو خلاف کارروائي نوره هم سخته کړے شوې ده.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0