افغانستان سره په تاؤتريخوالي به رويه کښې نرمي راوستل وي، مولانا فضل الرحمان
دپاکستان پيپلز پارټۍ چئيرمين بلاول بهټو زرداري دجے يو ائي (ف) مشر مولانا فضل الرحمان کور ته رسيدلے اؤ ورسره ئې ليدنه کړې ده، مولانا فضل الرحمان وئيلي دي چې زۀ داپوزيشن ليډر جوړيدو کښې کومه دلچسپي نۀ لرم، مونږ به هم ددې ارکانو سره په اپوزيشن کښې پاتې يو. ددواړو مشرانو ترمينځ ملاقات کښې دافغانستان اؤ پاکستان ترمينځ دتاؤتريخوالي ترڅنګ په ملکي سياسي اؤ امنيتي معاملاتو خبرې شويدي. ملاقات کښې دبلاول بهټو سره نير حسين بخاري، همايون خان اؤ جميل سومرو موجود وو، دجے يو ائي لخوا پخوانے وفاقي وزير مولانا اسعد محمود، مفتي ابرار شريک وو. دذريعو وينا ده چې په ملاقات کښې په پارليماني معاملاتو هم مشاورت شوے دے. دواړو په نوې قانون سازۍ اؤ پارليماني تعاون هم غور کړے دے.بلاول بهټو مولانا فضل الرحمان ته يقين ورکړے دے چې دافغانستان په اړه تجويزونه به صدر مملکت پورې رسولے شي. ملاقات کښې په قومي اؤ سياسي امورو دخبرو اترو اؤ رابطې جاري ساتلو باندې اتفاق شوے دے. مولانا فضل الرحمان ووئيل کۀ دمذاکراتو کاميابۍ لپاره سنجيده رابطه وکړے شوه نو مثبت جواب به ورکوو، ملکي مفاد زمونږ ترجيح ده، مونږ به دملکي مفاد په نظر کښې نيولو سره کار کوو. کۀ هر څو پاليسۍ سره اختلافات شته خو ددې باوجود هم مونږ دپاکستان په مشکلاتو کښې اضافه نۀ ليدل غواړو، دۀ ووئيل کۀ مونږ دافغانستان سره هم جنګيدل غواړو او دهند سره هم نو سفارتي ژورتيا چرته لاړه؟
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0