دامريکائي بنديزونو له امله به په روسي معيشت کوم خاص اثر نۀ کيږي، پيوټن
ماسکو( رائټرز) دروس صدر ولاديميرپيوټن دامريکې لخوا په دوه روسي ائيل کمپنيو دبنديزنو لګول کيدو اقدام غيردوستانه ګرځولے اؤ وئيلي ئې دي چې ددې سره به دروس په معيشت کوم خاص اثر نۀ پريوځي، سرکاري خبري ادارې اے پي پي درائټرز په حواله رپورټ ورکړے دے چې روسي صدر خبردارے ورکړے دے چې دامريکائي بنديزونو په نتيجه کښې به په سپلايۍ کښې په تيزۍ سره دکمي په وجه دتيلو په قيمتونو کښې اضافه کيږي اؤ دا صورتحال به پخپله دامريکې لپاره هم مشکلات پيدا کړي. اخوا امريکائي صدر ډونلډ ټرمپ دخپل روسي هم منصب ولاديمير پيوټن په دې ردعمل دتبصرې کولو په دوران وئيلي که چرې هغه ګڼي چې ددې بنديزونو په وجه به دروس په معيشت کوم خاص اثر نۀ پريوځي نو دا خبره ښه ده خو زۀ به تاته ددې بنديزوو اثرات شپږ مياشتې پس وايم.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0