پېښور کښې په تاڼه دوسله والو حمله،2 ترهه ګر ووژل شول

Oct 11, 2025 - 21:43
 0  5
پېښور کښې په تاڼه دوسله والو حمله،2 ترهه ګر ووژل شول

پېښور( وحدت خبر)   پېښور ښار کښې د حسن خېل په سيمه کښې پر تاڼه د وسلوالو بريد ناکام کړل شو، او د پوليسو په ځوابي ډزو کښې دوه ترهګر ووژل شول۔  د راپور له مخې، وسلوالو کسانو د حسن خېل تاڼې باندې بريد وکړو. په دغه مهال د پوليسو او بريدګرو ترمنځ سخته نښته وشوه. د لوړپوړو پوليس چارواکو په وينا، ترهګرو درنه وسلې کارولې. پوليسو په وخت ځوابي اقدام وکړو او دوه ترهګر ئې ووژل، خو د نښتې پر مهال داسې راپورونه ترلاسه شول چې نور ترهګر هم په سيمه کښې شته، له همدې امله د پوليسو درنه  نفري راغوښته ، او د الېټ ځواک ځانګړي   اهلکار هم سيمې ته ورسېدل  

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي