چيف اليکشن کمشنر په کوم حېثيت کښې په عهده فائز دے؟ بيرستر سيف

Jun 6, 2025 - 12:34
Jun 6, 2025 - 21:46
 0  1
چيف اليکشن کمشنر په کوم حېثيت کښې په عهده فائز دے؟ بيرستر سيف

  دخېبرپښتونخوا داطلاعاتو مشير بيرسټر  محمد علي سيف  وئيلي دي چې  جعلي وفاقي حکومت  دعمران خان په بغض کښې  په ملک کښې  دظلم  واکمني قائمه کړې ده

 دۀ پوښتنه کړې ده چې  چيف اليکشن کمشنر په کوم حېثيت کښې په عهده فائز دے؟ بيرستر سيف وئيلي دي چې  ددۀ دملازمت موده  خو کله ختمه شوې ده، بيا هم هغه پخپلې عهدې پسې نښتے دے.

 پخپل يو بيان کښې  دۀ وئيلي دي چې  چيف اليکشن کمشنر  دکوم قانوني يا ائيني اختيار لاندې دعوامو دټيکس پېسو نه تنخا اؤ مراعات اخلي، دهغه  واحد خدمت دا دے چې هغه  دملکي تاريخ بدترينه  انتخابي دهاندلي کړې ده، کۀ چرې شريف خاندان  ته هغه دومره ګران دے نو   هغه دې دعوامو دپېسو نه دتنخا ورکولو پځائے خپل ذاتي ملازم جوړ کړي.

 بيرسټر سيف وئيلي دي چې  جعلي حکومت دې داحسانونو بدله دقوم دوسائيلو نه نۀ ورکوي ، يو اړخ ته  دعوامو  په مينډيټ کښې  په غلا کښې سهولت کاري وکړے شوه اؤ بل اړخ ته  دقوم دټيکسونو نه غيرقانوني مراعات ورکولے شي، دچيف اليکشن کمشنر تراوسه په عهده قائم پاتې کيدل دائين اؤ قانون نه دپرانستي بغاوت  مترادف خبره ده

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي