پاکستان چې کله حمله کوي نو اعلانيه ئې کوي،دافغان طالبانو پۀ الزام دډي جي ائي ايس پي ار جواب
پينډۍ( وحدت خبر) ډي جي ائي ايس پي ار ليفټننټ جنرل احمد شريف چوهدري په افغانستان دپاکستان دحملې په اړه دافغان طالبانو الزام مسترد کړے دے اؤ وئيلي ئې دي چې پاکستان چې کله حمله کوي نو اعلانيه ئې کوي اؤ مونږ په اولسي وګړو حمله نۀ کوو، دا خبره دۀ سينئر صحافيانو سره په خبرو کښې کړې ده. دۀ ووئيل په اکتوبر کښې مونږ په افغانستان حمله وکړه اؤ ټولو ته مو ووئيل. دۀ ووئيل مونږ رياست يو اؤ درياست په توګه عمل کوو، وينه اؤ تجارت په يو ځائے نۀ شي چليدے، دا نۀ شي کيدے چې په مونږ دې حملې هم کيږي اؤ مونږ دې تجارت هم وکړو، مونږ دافغان عوامو نۀ بلکې ددهشت ګردۍ خلاف يو، ليفټننټ جنرل احمد شريف چوهدري ووئيل چې فوج اؤ ايف سي بارډر منيجمنټ کوي، ددوحې اؤ استنبول مذاکراتو کښې مونږ ټول په هرڅه پوهه کړيدي، دغه خلق کله وائي چې دټي ټي پي شپږ زره دهشت ګرد به پاکستان ته داخل کړو. ډي جي ائي ايس پي ار ووئيل چې دغه خلق خپلو بچو ته غلط سبق ښائي، دغه خلق دګريټر پښتونستان خبرې کوي، په افغان حکومت کښې شامل اعلي عهديداران پخپله بيان ورکوي چې مونږ به حمله کوو، امريکائي وسله په ميانوالي کښې ددهشت ګردۍ په حمله کښې راختلې، دا ميزائيلونه اؤ وسله دټولې دنيا لپاره خطره جوړه شوې ده. دۀ ووئيل چې دا دهشت ګرد امريکائي وسلې اؤ امريکائي بلټ پروف ګاډي استعمالوي، دا وسله ددې خلقو روزګار جوړ شوې دے، دا خلق په منشياتو وسله اخلي ، مونږ دټي ټي پي اؤ ټي ټي اے ترمينځ هيڅ فرق نۀ کوو. دۀ ووئيل چې دا وسله دافغان طالبانو په لاسو کښې ده، دا وسله مونږ امريکائي هم منصبانو ته هم ښودلې ده کومو چې اووۀ اعشاريه دوه اربو ډالرو وسله په افغانستان کښې پريښې وه، دا په دهشت ګردۍ کښې استعماليږي، په دې کښې يو کم ديرش ځله امريکائي وسله ختلې ده. دۀ ووئيل ددهشت ګردۍ خلاف جنګ پاک فوج اؤ دپاکستان عوامو ته ګټل دي، ددهشت ګردۍ خلاف چې کوم جنګ دے دا به پاکستان ګټي. دۀ ووئيل کۀ چرې تاسو يو حکومت يئ نو ديو رياست پشان مظاهره وکړئ، تاسو ته دغير رياست په توګه کار نۀ دي کول پکار، افغان چارواکو ته مو وئيلي چې تاسو به ترڅو ځان ته عبوري حکومت وايئ.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0