امريکې، مصر، قطر اؤ ترکي په غزه امن معاهده لاسليکونه وکړل

Oct 13, 2025 - 23:37
 0  4
امريکې، مصر، قطر اؤ ترکي په غزه امن معاهده لاسليکونه وکړل

شرم الشيخ( وحدت خبر)په مصر کښې د شرم‌الشيخ ښار کښې جوړې شوې د غزې د سولې سرمشريزې غونډې کښې د اسراييلو او حماس ترمنځ د غزې د سولې تړون باندې د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ، او د مصر، قطر او ترکيې مشرانو لاسليکونه وکړل. دنړيوالې ميډيا رپورټونو ترمخه په دغه کانفرنس کښې د پاکستان استازيتوب وزيراعظم شهباز شريف وکړو، او نورو ګډونوالو کښې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوتريش، د عرب ليګ سرمنشي احمد ابوالغيط، د فرانس ولسمشر ايمانويل مکرون، د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان، د برتانيې وزيراعظم کير سټارمر، د اندونيزيا اولسمشر پرابوو سوبيانتو، د اروپايي شورا مشر انتونيو کوسټا، او د جرمني چانسلر فريډريک مرز شامل وو. سربېره پر دې، د هسپانيا وزيراعظم پيدرو سانچيز، د کويت وزيراعظم احمد العبدالله الصباح، د ايټاليا وزيراعظم جورجيا ميلوني، د کاناډا وزيراعظم مارک کارني، او د عراق وزيراعظم محمد شياع السوداني هم د غزې د سولې په کانفرانس کښې برخه اخيستې وه. په دې موقع د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وويل: «نن د غزې د خلقو لپاره تاريخي ورځ ده. د غزې د سولې په تړون کښې د مصر رول ډېر مهم دے. د دغه تړون له کبله به په غزه کښې امن او پرمختګ راشي. موږ غواړو په منځني ختيځ کښې دايمي سوله او ثبات رامنځته شي.» ټرمپ زياته کړه چې د دوستو هيوادونو د مرستې په سبب دا تړون ممکن شو، او زه د ټولو مننه کوم چې د غزې د سولې تړون لپاره يې مرسته وکړه. د امريکا ولسمشر وويل: «هر څوک په دې موقع خوښ دي. موږ تر دې وړاندې هم لوي تړونونه کړي دي، خو دا معامله خو لکه د راکټ په شان پورته وخته!»

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي