خضدار کښې 7 ترهه ګر ووژل شول، امنيتي سرچينې

Sep 30, 2025 - 22:42
 0  1
خضدار کښې 7 ترهه ګر ووژل شول، امنيتي سرچينې

 په خضدار کښې د امنيتي ځواکونو په عملياتو کښې د "فتنه الہندوستان" ډلې 7 ترهګر وژل شوي او 10 نور ژوبل شوي، او عمليات لا هم روان دي.

د امنيتي سرچينو له مخې، د خضدار  ضلعې  په زهري  سيمه کښې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د "فتنه الہندوستان" پر ضد عمليات پيل شوي دي. راپورونه ښائي چې د زهري اړوند غرونو کښې د دغې ترهګرې ډلې شتون او نقل و حرکت موجود و.

د سرچينو په وينا، يادې ډلې د سيمې خلکو ته د وېرې فضا رامنځته کړې وه او خلک يې ځورول.

امنيتي سرچينې زياتوي چې په عملياتو کښې د زياتو زمکنيو ځواکونو ترڅنګ  هيلي‌کوپټرونه  هم استعمالېږي. تر دې دمه د "فتنه الہندوستان" ډلې 7 ترهګر وژل شوي  او د ۱۰ نورو  ژوبل کېدو  راپورونه هم ورکړل شوي دي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي