خېبرپښتونخوا کښې سيلابونو تباهي خوره کړه،205 مړۀ،33 بې درکه

Aug 15, 2025 - 22:51
 0  3
خېبرپښتونخوا کښې سيلابونو تباهي خوره کړه،205 مړۀ،33 بې درکه

پېښور( وحدت خبر، ميډيا رپورټ )  دپي ډي ايم اے چارواکي وائي  چې د خيبر پښتونخوا په بونېر، باجوړ، بټګرام، مانسهره او يوشمېر نورو ضلعو کښې د شړکنده بارانونو له املهپه بېلابېلو پېښو او سېلابونو کښې د وژل شويو شمېر204  ته لوړ شوے دے اؤ 33 کسان بې درکه هم دي.  په بونير کښې ١٥٧ کسان دبارانونو اؤ سيلاب په وجه پحق رسيدلي دي. صوبائي حکومت نن دماتم لمانځلو اعلان کړے دے. وزيراعلى دمتاثره ضلعو لپاره  پنځوس  کروړو روپۍ جاري کړيدي.

 مړو شوو کښې 128 سړي،9 زنانه اؤ 13 ماشومان شامل دي، ژوبل شوو کښې ١٢ سړي، ٢ زنانه اؤ يو ماشوم شامل دے.

 دپي ډي ايم اے ترمخه په باجوړ کښې ٢١، په بونير کښې ٩١، شانګله کښې ٢٣، سوات کښې ٢٠، بتګرام کښې ١٥ اؤ په مانسهره کښې ٢٣ کسان پحق رسيدلي دي. په مړو شوو کښې څوارلس زنانه اؤ ١٢ ماشومان شامل دي. دپي ډي ايم اے ترمخه ٦٨ کورونو ته زيان رسيدلے،٦١ ته جزوي  زيان رسيدلے اؤ ٧ کورونه مکمل تباه شويدي. سيلاب ځپليو سيمو ته دوايانې اؤ نور ضروري څيزونه ليږل شويدي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي