غزه، داسرائيلو حملې جاري،نور ٥٣ فلسطينيان شهيدان،شپږ دلوږې دلاسه مړه

Jul 27, 2025 - 22:47
 0  0
غزه، داسرائيلو حملې جاري،نور ٥٣ فلسطينيان شهيدان،شپږ دلوږې دلاسه مړه

 دغزه دريوو علاقو کښې دلسو ګينټو لپاره دعسکري کارروائيو ودرولو داعلان باوجود په غزه داسرائيلو حملې جاري دي چې پکښې  تراوسه درې پنځوس کسان شهيدان شويدي.

درائټرز ترمخه اسرائيلي فوج اعلان کړے دے چې هغوي دغزه دريوو مخصوصو علاقو کښې  دروزانه په بنياد عسکري کارروايۍ په عارضي توګه ودروي.

اسرائيلي فوج وئيلي دا عارضي کورروايۍ المواسي، ديرالبلاح او غزه سټي کشې دسحر لسو نه دماسخوتنې اتوو بجو پورې  ددويم حکم پورې به نافذالعمل وي.

دالجزيره ترمخه غزه کښې  داسرائيلو وحشيانه حملو کښې دزنانه اؤ څلورو ماشومانو پشمول ٥٣ کسان شهيدان شويدي، شپږ فلسطينيان دلوږې دلاسه هم شهيدان شويدي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي