ايران کښې دعدليې په ودانۍ دوسله والو حمله،6 تنه قتل،22 ژوبل
دايران په شمال مشرقي ښار زاهدان کښې وسله والو په عدالتي ودانۍ ناڅاپي حمله کړې ده چې پکښې شپږ تنه وژل شوي اؤ ٢٢ نور ژوبل شويدي.
دمقامي ميډيا رپورټونو ترمخه دا حمله ديوې منظمې کارروايۍ لاندې شوې ده چې پکښې وسله والو کسانو دعدالت وداني په نخښه کړې ده، دعرب ميډيا ترمخه حمله کوونکي دججانو کوټې ته داخل شوي اؤ ډزې ئې کړيدي، دفورسز جوابي کارروياۍ کښې درې ترهه ګر وژل شويدي.
دقانون دنفاذ په اړه دصوبې نائب کمانډر علي رضا دليري ايراني ميډيا ته وئيلي دترهه ګرو ډله دخالي په سحر دزاهدان په عدليه کښې دسائيلينو په شکل کښې دداخليدو کوشش کولو، خو سيکورټي فورسز په وخت کارروائي کړې ده اؤ دريواړه حمله کوونکي ئې وژلي دي.
په زاهدان کښې داسلامي انقلاب ګارډز دحملې تصديق کړے ، دمړو شمير ئې شپږ ښودلے، په يو بل بيان کښې وئيل شويدي چې په دې پېښه کښې ٢٢ کسان ژوبل شوي دي چې پکښې زياتره عام وګړي دي.
دمهر نيوز خبري ادارې ترمخه جيش العدل نومې وسله والې ډلې په زاهدان کښې په عدالتي ودانۍ دحملې ذمه واري منلې ده.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0