ټانک کښې دوه ترهه ګر ووژل شول

Jul 10, 2025 - 09:56
 0  2
ټانک کښې دوه ترهه ګر ووژل شول

 سيکورټي فورسز تيره ورځ دضلع ټانک په پائي ابيزري علاقه کښې يو کامياب انټلي جنس بيسډ اپريشن کړے اؤ دکالعدم تحريک طالبان ( ټي ټي پي)  دوه دهشت ګرد ئې وژلي دي.

 دډان اخبار درپورټ ترمخه ذريعو وئيلي دي چې په وژل شوو کښې دکالعدم ټي ټي پي اهم کمانډر مهران عرف حنظله هم شامل دے چې په علاقه کښې دترهه ګرۍ په ګڼو فعاليتونو کښې ککړ پاتې شوے دے.

دکارروايۍ په دوران يو ترهه ګر په ژوبل حالت کښې تښتيدلے دے، دعملياتو په دوران امنيتي ځواکوو دوه سب مشين ګنونه، يوموټرسائيکل اؤ نور سامان هم لاسته راوړے دے

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي