پنجاب حکومت دې په قدرتي افتونو دسياست نه ډډه وکړي، بيرسټر سيف
دخېبرپښتونخوا دوزيراعلي داطلاعاتو اؤ تعلقات عامه مشير بيرسټر ډاکټر محمد علي سيف وئيلي دي چې پنجاب حکومت دې په قدرتي افتونو دسياست نه ډډه وکړي
بيرسټر سيف وئيلي دي چې حکومتي مشينرۍ په وخت کارروائي کړې اؤ ٧٥ ګير شوي کسان ئې په حفاظټ سره محفوظو مقاماتو ته منتقل کړي دي، دۀ وئيلي دي چې دسوات پېښه کښې خراب موسم اؤ دوخت کمے دهيلي کاپټر سروس فراهمۍ کښې خنډ جوړ شويدے
داطلاعاتو مشير وئيلي دي چې په سوات کښې په قدرتي افت کښې دانسانانوپه مرګ ژوبله راته افسوس دے، په پېښه کښې مکمل حکومتي مشينري متحرک وه.
پخپل يو بيان کښې دۀ وئيلي دي چې انتظاميې پيشګي الرټ جاري کړے ؤ اؤ ريسکيو ټيمونه هم دوړاندې نه تعينات وو، وزيراعلي هيلي کاپټر دعوامو دخدمت لپاره وقف کړے دے، دۀ وئيليد چې ددې نه وړاندې پاړه چنار کښې دهيلي کاپټر دلارې په سلګونو کسانو ته فضائي خدمات فراهم کړے شوي وو اؤ څو ټنه دوايانې متاثره علاقو تهرسول شوې وې.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0