بنو کښې په ډزو پوليس اهلکار شهيد، څلور ژوبل

May 30, 2025 - 01:45
 0  0
بنو کښې په ډزو پوليس اهلکار شهيد، څلور ژوبل

 دخېبرپښتونخوا په بنو ضلع کښې  دپوليسو او دهشت ګردو ترمينځ نښته کښې يو پوليس اهلکار شهيد اؤ څلور نور ژوبل شويدي.

 دريجنل پوليس افيسر( ار پي او) ترجمان خانزالا قريشي  ډان ته وئيلي دامن کميټۍ  غړو دپوليس اهلکارو سره يوځائے په علاقه کښې ګشت کوله چې دشپې دولس نيمې بجې دهشت ګردو په دوي حمله وکړه چې پکښې پوليس اهلکار مرتضي جان دشهادت جام نوش کړو، يو سکول استاذ او يو پوليس اهلکار پشمول څلور کسان ژوبل شوي هم هم دي

دۀ ووئيل دا پېښه دحويد پوليس سټيشن حدودو کښې شوې ده، دپوليسو دردعمل په وجه دهشت ګرد تښتيدلي دي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي