کۀ اسرائيل ئې ومنو نو دواکمنانو نان نفقه به بنده کړو، حافظ نعيم

Oct 5, 2025 - 22:04
 0  1
کۀ اسرائيل ئې ومنو نو دواکمنانو نان نفقه به بنده کړو، حافظ نعيم

 د جماعت اسلامي له خوا په شاهراه فيصل باندې د «غزه ميلين مارچ» شانداره جلسه وشوه، چې پکښې ښځو، ماشومانو او عام اولس په  ګڼ شمېر ګډون وکړو. د جماعت اسلامي مشر، حافظ نعيم الرحمان، د مارچ ګډونوالو ته په وينا کښې خبردارے ورکړو چې که حکمرانانو د اسرائيل منلو فکر هم وکړو، نو د دوي نان‌نفقه به بند کړو. هغه وويل:  "شهباز شريف دې د حماس ملاتړ وکړي، که نه نو د تېښتې لپاره به ورته ايئرلفټ  کښې هم نه ملاوېږي."

حافظ نعيم ووئيل چې د غزې خلق د زغم غر جوړ شوے دے، فلسطينيان له دوه کلونو راهيسې مقاومت کوي، حماس د ملګرو ملتونو د اصولو مطابق وسلې اخيستې دي.

"امريکا اسرائيل ته  طاقت ورکوي، خو د کراچۍ خلقو لکه د غر غوندې د مارچ ملاتړ وکړو، زه ئې ستاينه کوم."

ده زياته کړه چې نړۍ داسې ملګرو ملتونو ته اړتيا نه لري چې د امريکا تر ولقې لاندې وي. د امريکا په اشاره غلي پاتې کېدل بزدلي ده.

  "اسرائيل په ناروا توګه په فلسطين تپل شوے دے. هلته يو اصلي رياست شته، هغه فلسطين دے، اسرائيل يو قابض قوت دے."

حافظ نعيم وويل:  "د فلسطين رياست بايد ومنل شي. که کومه واقعي ځواکمنه ډله وي، نو هغه حماس ده. حماس مذاکرات هم کوي، وسلې ئې هم نه دي ايښي. شهباز شريف دې د دوه رياستي حل خبره نه کوي، ډيپلومسي دې له حماس زده کړي."

ده وويل چې د فلسطينيانو قربانۍ 66 زرو ته رسېدلي دي، دا قتل عام د  مسلمو حکمرانانو او پوځونو له کبله روان دے.

"ځينې   مسلمو مشرانو اسرائيل منلے، او ځينې ئې لا اوس هم د منلو سوچ کوي."

 

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي