په بنو ميرانشاه روډ دوسله والو حمله، دشمالي وزيرستان اسسټنټ کمشنر ددوه پوليس اهلکارو يو لاروي سره شهيد کړے شو

Dec 2, 2025 - 21:46
 0  2
په بنو ميرانشاه روډ دوسله والو حمله، دشمالي وزيرستان اسسټنټ کمشنر ددوه پوليس اهلکارو يو لاروي سره شهيد کړے شو

په بنو ميرانشاه روډ دوسله والو حمله، دشمالي وزيرستان اسسټنټ کمشنر ددوه پوليس اهلکارو يو لاروي سره شهيد کړے شو

د قبائيلي ضلعې  شمالي وزيرستان اسسټنټ کمشنر شاه ولي خان په بنو ميرانشاه روډ ترسره شوې دوسله والو په يوه حمله کښې  دد وه پوليس اهلکارو ايو لاروي سره شهيد شوې دے، پېښه کښې دوه پوليس اهلکار ژوبل شوي هم دي.

دبنو  ډي پي او بنو  وينا ده دا پيښه د نهې په ورځ د معصوم آباد ممند خېل  سيمه کښې   شوې ده.

 هغه وئيلي  اسسټنټ کمشنر شاه ولي خان د خپل سکواډ سره په بنو ميرانشاه روډ سفر کولو چې وسله والو کسانو پرې  حمله وکړ  چې په په نتيجه کښې  ئې اسستنټ کمشنر شاه ولي خان په موقعه ساه ورکړه .

 شهيدو شوو کښې دوه پوليس اهلکار او يو لاروے هم شامل دي۔ په بريد کښې د شاه ولي خان سره دوه امنيتي اهلکارو او ډرائيور پشمول درې کسان ژوبل شول کوم چې سمدستي ډسټرکټ هيډ کوارټر هسپتال بنو ته ورسولے شول۔ د پوليس تر مخه بريد کوونکو د ژوبل شوو پوليس اهلکارو نه وسله هم واخستله

بلخوا دشهيد شوي اسسټنټ کمشنر شاه ولي اؤ دوه پوليس ځوانانو دجنازې لمونځ په بنو کښې ادا کړے شوے دے. دجنازې په لمونځ کښې دخېبرپښتونخوا ائي جي پي،  چيف سيکرټري شهاب علي شاه ،جنرل افيسر کمانډنګ ميرانشاه اؤ نورو عسکري اؤ سول چارواکو په ګڼ شمير کښې ګډون وکړو. دجنازې لمونځ  په پوره سرکاري اعزاز سره  بنو کينټ کښې ادا کړے شوې دے. دجنازې لمونځ کښې دملکي سلامتۍ، امن اؤ شهيدانو ددرجو لوړيدو لاره خصوصي دعا وکړے شوه. وروسته دشهيدانو تابوت ته سلامي پيش کړے شوې اؤ دګلونو څادر پرې غوړول شوے دے.

 

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي