دپښتونخوا حکومت دبلټ پروف ګاډو واپس کولو فيصله احمقانه ده، طلال چوهدري

Oct 20, 2025 - 22:15
 0  2
دپښتونخوا حکومت دبلټ پروف ګاډو واپس کولو فيصله احمقانه ده، طلال چوهدري

دمملکت داخله وزير سينيټر طلال چوهدري دخېبرپښتونخوا حکومت لخوا دبلټ پروف ګاډو واپس کولو فيصله بچګانه ګرځولې اؤ وئيلي ئې دي چې نابالغه سوچ  دپوليس افسرانو اؤ ځوانانو لپاره خطرې سيوا کړيدي، سينيټر طلال چوهدري په يو  ويډيو بيان کښې وئيلي دي چې  وفاقي حکومت اؤ داخله وزارت دخېبرپښتونخوا حکومت ته ټول وسائيل  فراهم کول غواړي چې دغه شان ددهشت ګردۍ زر خاتمه وشي، مونږ دا اراده نۀ کوو بلکې  په عملي توګه ئې کوو اؤ جاري به ئې ساتو، دۀ ووئيل  چې  دداسې سوچ لرونکي وزيراعلى نه نۀ صرف افسران اؤ ځوانان بلکې عوام هم پوښتنه کوي چې  دهشت ګرد په جديدې وسلې سره سمبال راغلي، په داسې حال کښې دافسرانو لپاره دبلټ پروف ګاډو نۀ اخستل نالائيقي نۀ ده؟ دۀ ووئيل چې دا فيصله  انتهائي بچګانه اؤ بې وقوفانه ده چې په کوم افسوس کوو.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي