کوئټه: د ټرک او موټر ټکر، ۵ تنه مړه
د پوليسو د سرچينو له مخې، د بلوچستان کوئټې سوراب سيمه نغاړ کښې د N-25 ملي سړک پۀ سر يوه خطرناک ټرافيکي پېښه شوې ده. په دې پېښه کې د موټر پنځه کسان ځائے پۀ ځائے مړه شوي دي. ابتدائي پلټنې ښائي چې مړه شوي کسان د کراچۍ اوسېدونکي وو. چې کله پوليسو او د ژغورنې ډلو ته د پېښې خبر ورکړل شو، سمدستي د پېښې ځائے ته ورسېدل او د مړو جسدونه ئې نزدې روغتون ته انتقال کړل. پوليسو د پېښې نورې پلټنې پيل کړې دي او د پېښې اصلي لامل معلوموي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0