افغانستان کښې په لويه پيمانه دکميوني کيشن سروسز بليک اوټ
افغانستان کښې په لويه پيمانه دکميوني کيشن سروسز بليک اوټ رپورټ شوے دے. دغيرملکي خبري ادارې اے ايف پي ترمخه دهبة الله اخندزاده په حکم دغيراخلاقي سرګرميو مخنيوي لپاره په فائبر اپټک انټرنيټ بنديز لګول شوے ؤ. اے ايف پي دسيکورټي اؤ انټرنيټ ګورننس نګرانۍ کوونکي تنظيم نيټ بلاکس په حواله رپورټ ورکړے دے چې دا وخت په ټول افغانستان کښې ټيلي کام سروسز بند دي. نيټ بلاکس رپورټ ورکړے دے مونږ دا وخت په قومي کچه درابطې دمعمول په مقابله کښې صرف پۀ ١٤ فيصده يو. واچ ډاګ وئيلي سروسز قصداً دمنقطع کولو سره مطابقت لري. افغان طالبانو دروانې مياشتې په پيل کښې دانټرنيټ پورې لاسرسي باندې کريک ډاؤن شروع کړے ؤ اؤ په ګڼو صوبو کښې ئې کنکشن کټ کړے ؤ. دا اقدام دطالب مشر هبة الله اخندزاده په حکم شوے ؤ.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0