دنيتن ياهو حماس تهدمعافۍ اؤ محفوظې لارې ورکولو وړانديز

Sep 29, 2025 - 21:19
 0  0
دنيتن ياهو حماس تهدمعافۍ اؤ محفوظې لارې ورکولو وړانديز

اسرائيلي وزيراعظم بينجمن نيتن ياهو اعلان کړے دے چې کۀ چرې حماس  باقي يرغماليان رها کړي اؤ دغزه پريښودو ته اماده شي نو ددوي مشرانو ته معافي اؤ محفوظه لاره ورکړے کيدے شي. برطانوي اخبار ټيلي ګراف  درپورټ ترمخه  نيتن ياهو ددې نه وړاندې  دحماس مکمل خاتمه  دجنګ بندۍ واحد حل ګرځولے ؤ. خو اوس هغه دامريکائي صدر ډونلډ ټرمپ  دامن منصوبې دتفصيلاتو تصديق کړے دے. نيتن ياهو فاکس نيوز سره خبرو کښې وئيلي  کۀ حماس جنګ ختم کړي اؤ ټول يرغماليان رها کړي نو مونږ به دوي تللو ته پريږدو، دۀ ووئيل دا هر څه ديوې لوئې منصوبې حصه ده په کومې چې مذاکرات روان دي. دعرب ميډيا رپورټونو ترمخه د صدر ټرمپ مجوزه معاهده په دې خبره مبني ده چې داسرائيلو لخوا دعوامي اعلان داتۀ څلويښتو ګينټو دننه  دټولو يرغماليانو درهايۍ په بدله کښې  به دحماس مشرانو ته محفوظه لاره ورکولے شي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي