طالبانو د باګرام هوايي اډې د سپارلو دامريکائي صدر غوښتنه رد کړه

Sep 21, 2025 - 22:55
 0  0
طالبانو د باګرام هوايي اډې د سپارلو دامريکائي صدر غوښتنه رد کړه

 پېښور،طالبانو د امريکائي اولسمشر  ډونلډ ټرمپ هغه غوښتنه رد کړې ده، چې پکې يې د افغانستان د باګرام هوايي اډې بيرته سپارلو غوښتنه کړې وه، او خبرداري يې ورکړي و چې که داسې ونه شي، "بدې پېښې به رامنځته شي."

طالبانو د يکشنبې په ورځ په يوه اعلاميه کې وويل:

"د افغانستان خپلواکي او ځمکنۍ بشپړتيا تر ټولو مهم ارزښتونه دي."

هغوي له امريکا وغوښتل چې له طالبانو سره د شوي تړون درناوى وکړي او له زور کارولو ډډه وکړي.

اعلاميه کې دا هم ويل شوي چې "د تېرو ناکامو سياستونو پر ځاى دې د عقل او واقعيت پر بنسټ پاليسي غوره شي."

 اګرام: د جګړې تاريخي مرکز

باګرام هوايي اډه، چې د کابل شمال ته 50 کيلومتره لرې پرته ده، د امريکا د شل کلن حضور پر مهال تر ټولو لوي نظامي مرکز و. له دې ځايه امريکا پر طالبانو عمليات کول.

امريکايي ځواکونو هلته په زرګونه کسان بې له مقدمه کلونه کلونه بند ساتلي وو

په ۲۰۲۱ کال کې، د امريکا له ناڅاپي وتلو وروسته، طالبانو دا مرکز بيرته ونيو.

ټرمپ څه ويلي؟

ډونلډ ټرمپ  خبريالانو ته ويلي: "موږ اوس له افغانستان سره خبرې کوو. موږ دا مرکز بېرته غواړو، او ژريې  غواړو. که يې موږ ته رانکړي، نو به وګورئ چې زه څه کوم."

 

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي