په کوهاټ کې د ماشومانو لپاره لومړينو واکسينو کمپاين پيل شوی

Jul 16, 2025 - 23:43
 0  8
په کوهاټ کې د ماشومانو لپاره لومړينو واکسينو کمپاين پيل شوی

کوهاټ ( نعمت الله خان ) 

د کوهاټ روغتيايي اداره وايي، په دغه12ورځنی د واکسينو کمپاين کې به تر پنځه کلنۍ کم عمره ماشومانو ته د ساري ناروغۍ پر ضد واکسين تطبيق کېږي.

 د يادې ادارې مرستيال مشر ډاکټر هارون ناصر د دغه کمپاين پرانيستې پر مهال ويلي،د واکيسنو دغه لوی کمپاين چې د ( بېګ کېچپ) تر عنوان نومې پيل کېدو کې به ماشومانو ته د 12 ساري ناروغيو پر ضد وړيا واکسين ورکولای شي.

 په دغه واکيسنو کې د پوليو يا ګوزڼ، توره ټوخلې، تو ژېړی، پاږخولک،نس ناستي او ورته نور لومړني واکسين به ماشومانو ته ولګول شي.

دی پر والدينو غږ کوي، چې خپلو ماشومانو ته هرو مرو دغه ناروغيو پر ضد واکسين تطبيق کړي او ماشومان د له ساري نارغيو وژغوري دغه کمپاين پر مهال به روغتيايي ټيمونه به په ښاري او کليوالو سيمو کې چمن پر چمن په حجرو او جوماتونو کې به ناسته کوي او د دغه ټيم ځيني کاروکوونکي به بيا هغه ماشومانو د واکسين ځای ته راولي کوم چې تر پنځه کلنۍ کم عمره وي او واکسين ورته په پشپړ توګه نه وي تطبيق شوي او يا ورته په نيمايي ډول واکسين لګول شوي وي نو دغه ماشومان ته به واکسين ولګول شي.

دغه کمپاين د کوهاټ په ولسوالۍ کې د جولای تر 14 نېټې څخه تر 26 تاريخ پورې دوام لري د کمپاين مالي ملاتړ او څارنه به د روغتيا نړيوال سازمان (WHO) ډاکټرانو او له نورو کارمنانو لخوا ترسره کېږي دغه راز به روغتيايي ټيمونو سره تخنيکي مرسته هم کولای شي تر څو چې په ښه او معياري ډول کمپاين ترسره شي.

په کوهاټ کې داسې ډول کمپاينونه چې ماشومان ته د پچکارۍ له لارې واکسين تطبيق دغه درېيم پړاو دی.

 د روغتيا ادارې هوډ څرګند کړی په دغه روان کمپاين کې به هم د تېر په څېر په لوی شمېر کې ماشومان واکسين شي او په کاميابۍ سره به دغه کمپاين بهير پای ته ورسېږي.

What's Your Reaction?

Like Like 1
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي