ډيره اسماعيل خان، دترهه ګرو حمله کښې درې پوليس اهلکار شهيدان، جنازې ادا
دډيره اسماعيل خان پهاړپور پنياله روډ باندې دډګري کالج پنياله په حدودو کښې دشهيد نواب خان تاڼې حدودو علاقه کښې نامعلومو دهشت ګردو دپوليسو په موبائيل حمله کړې ده چې له امله ئې په ګشت مامور اسسټنټ سب انسپکټر ګل عالم، کانسټيبل رفيق اؤ ډرائيور سخي جان شهيدان شويدي اؤ کانسټيبل ازاد شاه ژوبل شوے دے.
دشهيدانو دجنازې لمونځ په اعجاز شهيد پوليس لائنز ډيره اسماعيل خان کښې په سرکاري اعزاز سره ادا کړے شوے دے چې پکښې اسټيشن کمانډر ډيره بريګيډئير محمد ابوبکر، ريجنل پوليس افسر ډيره، ډپټي کمشنر ډيره، ډي پي او ډيره او نورو اعلي پوليس افسرانو نه علاوه دشهيدانو رشته دارو هم برخه اخستې ده.
دجنازې په موقعه دپوليسو چاق وچوبند دستې شهيدانو ته سلامي پيش کړې ده، په شهيدانو ګلونو غوړول شوي اؤ ددوي ددرجو لوړوالي لپاره دعا شوې ده.
صدرمملکت اصف علي زرداري، وزيراعظم شهبازشريف، داخله وزير محسن نقوي، دقومي اسمبلۍ سپيکر اياز صادق، دخېبرپښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي اؤ وزيراعلي سهيل افريدي پشمول سياسي او مذهبي شخصياتو ددې حملې غندنه کړې اؤ دترهه ګرۍ دخاتمې عزم ئې تکرار کړے دے.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0