کۀ همت لرئ نو ګورنر راج ولګوئ،دوزيراعلى سهيل افريدي چيلنج

Dec 1, 2025 - 22:58
 0  4
کۀ همت لرئ نو ګورنر راج ولګوئ،دوزيراعلى سهيل افريدي چيلنج

پېښور( وحدت خبر) دخېبرپښتونخوا وزيراعلى سهيل افريدي وئيلي دي چې په صوبه کښې دوړاندې نه دپي ټي ائي دباني راج دے نو ځکه  دبل چا دراج ضرورت نشته، کۀ همت  لرئ نو ګورنر راج ولګوئ، مونږ دچا نه ويريږو نۀ. ددې خيالاتو اظهار  دۀ  په حيات اباد کښې  ميډيا سره دخبرو په دوران  کړې ده. وزيراعلى سهيل افريدي يوې دستورې ته په وينا کښې ووييل چې  دکمزوري اؤ خصوصي طبقاتو لپاره چې  دعمران خان کوم احساس اؤ وژن دے، هم هاغه زمونږ لاره اؤ ترجيح ده. کپتان حکم کړے دے چې  په زکات فنډ کښې  موجودې پېسې  دې په فوري توګه په مستحقينو تقسيم کړے شي، دضم ضلعو  معذورو کسانو ته دې هم دمعاونتي الاتو فراهمي يقيني کړے شي. دۀ ووئيل چې  وفاقي حکومت د٥٣٠٠ اربو روپو کرپشن کړے دے خو څوک ترې دتپوس کوونکے نشته، دۀ په دې خبره دافسوس اظهار وکړو چې مونږ ډيليور کوو، عوامو ته ريليف ورکوو، بيا هم په مونږ ګوتې پورته کولے شي، وزيراعلى دضم شوو ضلعو دسکولونو لپاره هم دټرانسپورټ سهولتونو ورکولو اعلان وکړو اؤ دخصوصي ماشومانو په سکولونو کښې ئې  دټولو سهولتونو په فوري توګه دورکولو هدايت کړے دے. ددې نه وړاندې وزيراعلى  محمد سهيل افريدي  دټولې صوبې نه  دسختې معذورۍ دښکار خلقو لپاره  داحساس اميد پروګرام اجراء وکړه   دکوم لاندې چې لس زره خصوصي کسانو ته ديو تن پسر دپينځه زره روپۍ مياشت  ورکولے شي. پروګرام باندې به مالي کال جنورۍ نه جون ٢٠٢٦م پورې ٣٠ کروړه روپۍ خرچ کيږي، وزيراعلى  دسوشل ويلفئير  انتظامي کنټرول کښې چليدونکو ٥٤ خصوصي تعليمي ادارو زده کوونکو ته دټرانسپورټ مفت سهولتونو فراهم کولو په غرض اخستل شوي ٢٣ ګاډي هم په باضابطه توګه ډائريکټر سوشل ويلفئير ته حواله کړيدي، دا ګاډي په مجموعي توګه تقريباً داووۀ ديرش اعشاريه اووۀ کروړه روپو په لګښت سره اخستل شويدي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي