لکي مروت کښې دپوليسو په ګاډي خودکش حمله،يو اهلکار شهيد،څلور ژوبل
لکي مروت( وحدت خبر) دخېبرپښتونخوا په لکي مروت ضلع کشې دتجوړي تاڼې دپوليسو په موباييل خودکش حمله شوې ده چې له امله ئې هيډ کانسټيبل شهيد شوے څلور پوليس اهلکار ژوبل شويدي. دپوليسو ترمخه په لکي مروت کښې د پوليسو په موبائيل ځانمرګي حمله شوې چې پکښې هيډ کانسټيبل علاؤالدين په شهادت رسيدلے، او اے ايس آئي حق نواز خان، ډرائيور يار محمد، کمال احمد ايليټ فورس او ډي ايف سي نصر الله زخمي شوي دي. پوليسو تائيد کړې چې په موټر سايکل په سواره خودکش حمله کوونکي د امنيتي ځواکونو لخوا ودرول شول. د هغوي ممکن هدف د مروت او بيټني قبائيلو جرګه وه چې څو ورځې وړاندې د امنيتي ځواکونو سره يوځائے يې د طالبانو خلاف دامن کميټۍ جوړولې. حمله کوونکو ته د موټر سايکل نه د کښته کيدو او لاسونه پورته کولو حکم وکړل شو. کله چې هغوي د تښتي کوشش وکړو، نو يو پکښې د خپل ځانمرګي جيکټ چاودنه وکړه، چې له کبله يې مرګ ژوبله وشوه
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0