حيدراباد، داتش بازۍ کارخانه کښې چاؤدنې، شپږ مړۀ
حيدراباد( ميډيا رپورټ) دحيدراباد علاقې لطيف اباد کښې داتش بازۍ کارخانه کښې چاؤدنې شويدي چې په نتيجه کښې ئې شپږ کسان مړۀ اؤ ګڼ شمير نور ژوبل شويدي، درپورټ ترمخه دحيدراباد علاقې لطيف اباد لغاري ګوټهـ کښې داتش بازۍ په کارخانه کښې چاؤدنې شويدي. دچاؤدنو وروسته کارخانه په مکمله توګه تباه شوې ده اؤ د اور غرغنډې پورته شويدي، دچاؤدنو غږونه ترې لرې اوريدل شويدي چې ورسره په خلقو کښې ويره ترهه خوره شوې ده، دچاؤدنو نه پس پوليس اؤ دريسکيو ټيمونه دپېښې ځائے ته رسيدلي دي، دريسکيو چارواکو ترمخه ګڼ کسان ژوبل شوي هم دي. بلخوا دسندهـ وزيراعلى مراد علي شاه دحيدراباد فيکټرۍ کښې دچاؤدنو نوټس اخستے اؤ وئيلي ئې دي چې ژوبل شوو مزدورانو ته دې فوري اؤ بهترين طبي امداد ورکړے شي، دترجمان ترمخه وزيراعلى دپېښې فوري رپورټ غوښتے دے. کمشنر اؤ ډي سي حيدراباد نه فوري حقائق غوښتل شوي اؤ فيکټرۍ کښې دحفاظتي انتظاماتو دمکمل اډټ کولو حکم شوے دے.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0