داستنبول مذاکراتو کښې ډيډلاک دے
اسلام اباد( وحدت خبر) داطلاعاتو اؤ نشرياتو وفاقي وزير عطاء الله تارړ وئيلي دي چې دپاکستان اؤ افغانستان ترمينځ داستنبول مذاکراتو کښې ډيډلاک دے، داطلاعاتو وفاقي وزير عطاء الله تارړ په يو بيان کښې وئيلي دي چې پاکستان په مذاکراتو کښې په ثالثۍ دترکيې اؤ قطر شکريه ادا کړې ده. دۀ ووئي چې پاکستان پخپل اصولي موقف قائم دے چې دافغانستان دخاورې نه په کيدونکې ترهه ګرۍ دقابو موندلو ذمه واري په افغانستان لګيږي. عطاء الله تارړ ووئيل چې افغان طالبان ددوحه امن معاهدې مطابق خپلو بين الاقوامي، علاقائي اؤ ددوه اړخيزه وعدو په تکميل کښې تراوسه ناکامه دي، پاکستان دا خبره تکراروي چې دافغان عوامو سره دنيک نيتۍ رشته لري اؤ ددوي لپاره ديو پرامنه مستقبل خواهشمند دے. دۀ ووئيل چې پاکستان به دطالبانو دحکومت دداسې اقداماتو حمايت نۀ کوي چې دافغان عوامو يا ګاونډي ملکونو په مفاد کښې نۀ وي اؤ پاکستان به دخپلو عوامو اؤ خپلواکۍ دتحفظ لپاره ټول ضروري اقدامات جاري ساتي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0