دپنجاب مختلفو ښارونو نه ١٨ ترهه ګر ګرفتار
دپنجاب مختلفو ښارونو نه ١٨ ترهه ګر ګرفتار کړے شويدي، دنيول شوو کسانو نه چاؤديدونکي مواد، اي ائي ډي بم، درې ډيټونيټرز، ديارلس حفاظتي فيوز وآئر، پمفلټ اؤ نغدې پېسې هم برامد کړے شويدي، دپنجاب سي ټي ډي ترجمان وينا ده چې دپنجاب پۀ بيلا بيلو ښارنو کښې په يوه مياشت کښې ٣٨٦ انټلي جنس بيسډ اپريشنې شويدي په نيول شوو ترهه ګرو کښې دانتهائي خطرناک دهشت ګرد تنظيم اهم رکن هم شامل دے چې دپنجاب په يو ښار کښې ددهشت ګردۍ پلاننګ مکمل کړے ؤ. کارروايۍ په لاهور، بهاؤ الدين، خوشاب، بهاولپور، ټوبه ټيک سنګهـ، ګوجرانواله، نارروال، پاک پتن، بهکر اؤ نورو سيمو کښې شويدي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0