داوړو اؤ غنمو ترسيل لپاره دوزيراعلى پنجاب ته دخط ليکلو هدايت
پېښور( وحدت خبر) د خيبر پښتونخوا وزيراعليٰ محمد سهيل افريدي صوبه کښي د اوړو او غنمو د آزادانه ترسيل لپاره د پنجاب حکومت ته دخط ليکلو هدايت کړے دے. هغه ووئيل چې د اوړو او غنمو ترسيل بندول د ائين خلاف ورزي ده، د سياسي اختلافاتو له امله د پنجاب حکومت د خيبر پښتونخوا د خلقو بنيادي حقوق سلب کوي. د چهارشنبې په ورځ د وزيراعليٰ سيکرټريټ کښې د خوراک محکمې غونډې د مشرۍ کولو په وخت وزيراعليٰ د خوراک محکمې ته هدايت کړے چې د ذخيره اندوزۍ مخه ونيسي او خلقو ته د سرکاري نرخونو مطابق د خوراکي توکي ورکول يقيني کړي. وزيراعليٰ د صوبې د ټولو ګودامونو ته د فوري رجسټريشن احکامت هم جاري کړيدي ، په غونډه کښې وزيراعليٰ ته صوبې کښې د غنمو او چينۍ ذخيرې او نرخونو په اړه تفصيلي معلومات ورکړل شول. ګډونوالو ته ووئيل شول چې د خيبر پښتونخوا کلني غنمو او اوړو مصرف شاوخوا 53 لکه ميټريک ټنه دے، چې له دې جملې 15 لکه ميټريک ټنه ځائي توليد دے، او پاتې اړتيا د پنجاب او نورو صوبو نه پوره کيږي. په صوبه کښې ګودامونو کښې اوس مهال شاوخوا 2 لکه 73 زره ميټريک ټنه غنمو ذخيره موجوده ده. په غونډه کښې ووئيل شول چې په صوبه کښې د اوړو قيمتونو زياتيدو بنيادي وجه د پنجاب څخه د غنمو او اوړو ترسيل کښې خنډ دے. د چيني په اړه معلومات ورکړل شول چې د صوبې کلني اړتيا 10 لکه ټنه ده، چې له دې 30 فيصد د کورنيو لپاره او 70 فيصد د تجارتي هدفونو لپاره استعماليږي. اوس مهال صوبه کښې 4 لکه 80 زره ميټريک ټنه چينۍ ذخيره موجوده ده.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0