ايبټ اباد کښې ټريفکي پېښه، درې ماشومان مړۀ
ايبټ اباد کښې د ليډي ګارډن سره نزدې يو ډمپر د سکول ۸ ماشومان چقولي چې له امله ئې درې ماشومان په ځائے مړۀ شويدي، دلومړنيو معلوماتو له مخې، په مړو کښې دوه هلکان او يوه جينۍ شامل دي، او ۵ ماشومان سخت ژوبل شوي دي. حادثه د ايف بي آر دفتر سره نزدې، د ليډي ګارډن مخې ته رامنځته شوي، هلته د کنټونمنټ بورډ سکول ماشومان پۀ سړک تېرېدل. د پېښې د خبر تر ترلاسه کېدو وروسته، د ريسکيو ميډيکل ټيم سمدلاسه موقعې ته واستول شو. د ريسکيو ۱۱۲۲ ټيم د ماشومانو جسدونه او ژوبل شوي ماشومان **ډي ايچ کيو** روغتون ته انتقال کړي دي .
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0