ګلګت، دخاورو دکمر راپريوتو له امله اتۀ رضاکاران مړۀ

Aug 11, 2025 - 15:08
 0  0
ګلګت، دخاورو دکمر راپريوتو له امله اتۀ رضاکاران مړۀ

 دګلګت بلتستان دنيور ناله کښې دواټر سپلائي بحالۍ دکار په دوران يوه افسوسناکه پېښه شوې ده چرته چې دخاورو دکمر  راپريوتو له امله اتۀ رضاکاران پحق رسيدلي اؤ درې ژوبل شويدي،  دمقامي انتظاميې ترمخه دا رضا کاران  په شلمه جولائي دراغلي  سيلاب  نه متاثره واټر سپلائي اسکيم په مرمت کښې مصروف وو چې ناڅاپي پرې  دغرۀ نه دخاورو نه کمے راپريوتو. دحادثې وروسته دګلګت بلتستان په ټولو هسپتالونو کښې ايمرجنسي نافذ کړے شوې ده، دپېښې په ځائے کښې امدادي کارروايۍ روانې دي. دصوبائي حکومت ترجمان فيض الله فرق ترمخه دشپې خواؤشا دوه بجې واټر چينل بحالۍ کښې  په مصروف رضاکارانو ناڅاپي  دغر نه د خاورو کمے راپريوتے دے، پېښه کښې  پينځلس رضاکاران دملبې لاندې شيو وو چې پکښې اتوو ساه ورکړې ده، درې په ژوبل شوي کسان هسپتال ته رسول شويدي،دګلګت بلتستان وزيراعلى دپېښې نوټس اخستے ، په دې ئې دافسوس اظهار کړے اؤ  دامدادي کارروائيو دتيزولو حکم ئې کړے دے.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي