داکوړه خټک شنه ونه کيمپ کښې دضلعي انتظاميې کريک ډاؤن،٣٤ کورونه ونړل وشول
نوښار( سيد نديم مشواني) داکوړه خټک شنه ونه کيمپ کښې ضلعي انتظاميې کريک ډاؤن کړے دے چې پکښې ٣٤ کورونه نړول شوي دي، دډپټي کمشنر ترمخه د٢١ؤ خاندانونو انخلا مکمل شوې ده، شپږ کسان په انخلا کښې دخنډ اچولو په سبب نيول شويدي، دضلعي انتظاميې ترمخه داکوړه خټک شنه ونه افغان کيمپ به دوو نه دريوو ورځو کښې په مکمله توګه خالي کړے شي، دمعاهدې ترمخه ضلعي انتظاميه دتورخم پورې هر ګاډي ته دکرايه په مد کښې پېسې ادا کوي، دټولې ضلعې نه به دافغان مهاجرينو مکمل انخلا پورې کريک ډاؤن روان وي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0