اپريشن دمسئلې حل نۀ دے، ايمل ولي
پېښور( وحدت خبر) دعوامي نيشنل پارټۍ مرکزي صدر سينيټر ايمل ولي خان وئيلي دي چې دخېبرپښتونخوا ترټولو لويه مسئله تيراه ده، باچاخان مرک پېښور کښې يوې دستورې ته په وينا کښې ايمل ولي خان ووئيل کومې کډې به چې کيږي په دې کښې به ترهه ګر هم راوځي، مونږ ګڼو چې دکډو کولو مقصد څه بل څه دے. ايمل ولي خان وئيلي دي ايا دترهه ګرو په تيندي ئې ليکلي چې هغوي ترهه ګر دي؟ په پنجاب کښې اپريشنې شوي ايا هلته کډې شويدي ، ددې مسئلې حل صرف اپريشن نۀ دے، ذهني دهشت ګرد په هر مکتبه فکر کښې ناست دي، دا قوم چې چا تباه کړو هغوي ته سزا کيدل پکار دي. دفخر افغان باچاخان ٣٨مه اؤ دقائد جمهوريت خان عبدالولي خان ٢٠مې برسۍ په حواله به دبآچاخان هفتې ٢٠٢٦م دتقريباتو باقاعده اغاز باچاخان مرکز پېښور کښې ترسره شوې ده.مرکزي صدر عوامي نيشنل پارټي اؤ سي اي او باچاخان ټرسټ، سينيټر ايمل ولي خان ددستورو باقاعده پرانسته وکړه. دۀ ووئيل دا ذمه واري به څوک اخلي چې دهشت ګرد به دعامو خلقو په شکل کښې دهلته نه نۀ راوځي؟ دۀ ووئيل چې په پنجاب کښې دتحريک لبيک خلاف اپريشن شوے خو هلته نه خلقو کډې نۀ دي کړي، دسندهـ په ګڼو ضلعو کښې دتاوان لپاره داغوا پېښې وشوې خو هلته هم کډې نۀ دي شوي نو ايا کډې کول صرف دپښتون قوم په قسمت کښې ليکل شويدي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0