درې ملکي ټي -٢٠ سيريز فائنل،پاکستان سري لنکا ته په شپږو وکټو شکست ورکولو سره ټائټل وګټلو

Nov 29, 2025 - 21:45
 0  6
درې ملکي ټي -٢٠ سيريز فائنل،پاکستان سري لنکا ته په شپږو وکټو شکست ورکولو سره ټائټل وګټلو

پينډۍ( وحدت خبر)  درې ملکي ټي -٢٠ سيريز فائنل کښې پاکستان سري لنکا ته په شپږو وکټو شکست ورکولو سره ټائټل  ګټلے دے. په پينډۍ کښې لوبول شوي فائنل ميچ کښې پاکستان دسري لنکا خلاف دټاس ګټلو وروسته دفيلډنګ فيصله کړې ده، دسري لنکا ټيم  وړومبے بيټنګ کړے اؤ په مقررو ٢٠ؤ اورونو کښې  په ١١٤ رنز اوټ شوے دے.

دسري لنکا لخوا کامل مشرا ٥٩ رنز جوړ کړي، دهغه نه علاوه کوم سري لنکن بيټر دپاکستاني بولرانو مخې ته  کلک نۀ دے ودريدلے، کوشل مينډس ١٤ اؤ نسانکا ١١ رنز جوړ کړيدي.

دپاکستان لخوا شاهين افريدي اؤ محمد نواز درې، درې اؤ ابرار احمد دوه وکټې ترلاسه کړيدي

پاکستان د١١٥ رنز هدف په ١٩م اوور کښې دڅلورو وکټو په نقصان پوره کړے دے.

 

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي