داوږدمهاله امن قيام لپاره امن جرګه په ١٢م نومبر طلب

Nov 5, 2025 - 22:26
 0  2
داوږدمهاله امن قيام لپاره  امن جرګه په ١٢م نومبر طلب

پېښور(  وحدت خبر) داوږدمهاله امن قيام لپاره  امن جرګه په ١٢م نومبر طلب طلب کړے شوې ده.  ټولو جماعتونو ته دشرکت دبلنې ورکولو فيصله شوې ده، وزيراعلى سهيل افريدي محمودخان اچکزئي سره ليدنه کړې ده،   دوزيراعلى په مشرۍ مشاورتي اجلاس هم ترسره شوے دے، امن لپاره به مشترکه حکمت عملي ټاکلے شي. جرګه به په صوبائي اسمبلي هال کښې سحر يوولس بجې ترسره کيږي  چې دشرکت لپاره به ئې  دټولو سياسي جماعتونو مشرانو صدرانو، جنرل سيکرټري. دصوبې پخوانو وزرائے اعلى، سول سوسائټۍ نمائندګانو اؤ خېبرپښتونخوا بار ايسوسي ايشن اکابرينو ته دعوت ورکولے شي، ددې خبرې فيصله تيره ورځ دپاکستان تحريک انصاف خېبرپښتونخوا امن جرګې باندې اهم مشاورتي اجلاس کښې شوې ده چې صدارت ئې وزيراعلى  محمد سهيل افريدي اؤ صوبائي صدر جنيد اکبر  کړے دے، اجلاس کښې صوبائي سپيکر بابر سليم سواتي، صوبائي دقانون وزير افتاب عالم، صوبائي جنرل سيکرټري علي اصغر خان، صوبائي وزيرانو مينا خان افريدي، شفيع جان اؤ دقامي اسمبلۍ غړو عاطف خحن، ډاکټر امجدخا، ارباب شيرعلي ا عرفان سليم پشمول دپارټۍ نورو مشرانو شرکت وکړو، په اجلاس کښې دصوبې  سياسي صورتحال اؤ امن وامان باندې تفصيلي غور شوے دے، شرکاؤ دامن جرګې ترسره کيدو اؤ ائنده حکمت عملۍ په مختلفو اړخونو مشاورت کړے دے اؤ فيصله شوې ده چې دامن جرګه کښې به ټولو سياسي جماعتونو ته دشرکت بلنه ورکولے شي.بلخوا وزيراعلى سهيل افريدي  دمحمودخان اچکزئي سره په اسلام اباد کښې دهغه په کور کښې ليدنه کړېده چې پکښې په قومي اؤ سياسي امورو تفصيلي خبرې اترې شويدي، خصوصي توګه باندې مجوزه اووۀ ويشتم ائيني ترميم اؤ صوبائي خپلواکۍ باندې ددې دممکنه اثراتو په اړه غور شوے دے. وزيراعلى په دې موقعه ووئيل چې د ضم شوو ضلعو برخه  اين ايف سي ايوارډ کښې تراوسه نۀ ده فراهم کړے شوې ده. داين ايف سي ايوارډ کښې چيړ چاړ به دقومي وحدت لپاره نقصان ورکوونکے وي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي