د اقليتي ورورولۍ تحفظ زمونږ ائيني اؤ اخلقي ذمه واري ده، سهيل افريدے

Apr 2, 2026 - 08:22
 0  13
د اقليتي ورورولۍ تحفظ زمونږ ائيني اؤ اخلقي ذمه واري ده، سهيل افريدے

پېښور( وحدت خبر) دخېبرپښتونخوا وزيراعلى محمد سهيل افريدي په شمرۍ کښې دترهه ګرۍ نه متاثره  داقليتي ورورولۍ ديګړې لپاره قائم انډومنټ فنډ داسسټنټ کميټۍ اجلاس دويډيو لنک دلارې ترسره شوے دے چې پکښې  متعلقه چارواکو دفنډ لاندې جاري اقداماتو او دمستقبل دحکمت عملۍ په اړه تفصيلي بريفنګ ورکړے دے.  وزيراعلى متعلقه چارواکو ته هدايت کړے دے چې په ٢٠١٣م کښې قائم ال سينټس چرچ کوهاټي ګيټ پېښور باندې ددهشت ګردۍ دحملې ټولو متاثرينو ته دې  دمالي معاونت چيکونه په روانه هفته کښې ورکړے شي، دۀ  متاثره خاندانونو ته دفوري اؤ موثره معاونت يقيني  کولو په ضرورت زور راوړے دے، وزيراعلى په دې موقعه دانډومنټ  فنډ دسيډ مني ٢٠٠ ملينه روپو نه ٤٠٠ ملثينه روپو ته  دغزولو منظوري  ورکړې ده. همدغه شان دکونډو لپاره  امدادي رقم ١٠ لکه روپو نه ٢٠ لکه روپو ته غزول شوے دےو ديتيمانو لپاره ٥ لکه روپو رقم ١٥ لکه روپو ته غزول شوے دے، دمعذورو کسانو لپاره پينځه لکه روپو نه رقم ١٠ لکه روپو ته دغزولو هدايت جاري کړے شوے دے، همدغه شان دزخمي کسانو لپاره امدادي رقم يو لک روپو نه شپږ لکه روپۍ  مقررولو فيصله هم شوې دهو وزيراعلى داقليتي ووررولۍ  امورو  په لا موثره انداز کښې دکتو لپاره  داوقاف محکمه کښې دبيل ډائريکټوريټ په قيام دهوم ورک مکمل کولو هدايت کړے دے، همدغه شان داقليتي ورورولۍ داستوګنې کالونيو بحالۍ لپاره ترقياتي سکيم ائنده کليز ترقياتي پروګرام کښې دشاملولو هدايت هم جاري کړے شوے دے، وزيراعلى ووئيل چې د اقليتي ورورولۍ تحفظ اؤ خيرښيګړه زمونږ ائيني اؤ اخلقي ذمه واري ده، دملک په ترقۍ کښې داقليتي ورورلۍ کردار د قدر وړ دے.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي