د کوهاټ پوهنتون د طب څانګې زده کوونکي وايي، څانګه يې د ثبت جواز نه لري
کوهاټ ( نعمت الله خان )
کوهاټ ساينس او ټېکنالوژۍ پوهنتون ( کسټ ) د طب نرسنګ څانکې زده کوونکي وايي، ياده څانګه د پاکستان نرسانو شورا ( پي اېن ايم سي ) سره د ثبت تړون نه لري.
دغه زده کوونکو په خبره، چې په ياده ستونزه د پوهنتون چارواکي او رييس ( واېس چانسلر ) سره په بيا ۔ بيا غږېدلي خو په خبره يې غوږ نه دی ګرول شوی.
د نرسانو ټولنې اتحاديې يو مشر عاصم خان وزير رسنيو ته په خبري غونډې مهال ويلي، په ياده څانګې کې د داخلې کولو وړاندې ورته ويل شوي ول چې څانګه رسمي ده خو اوس ورته له اووم سمسټر پس معلومه شوه د نرسانو ياده څانګه د پوهنتون لخوا د پاکستان نرسانو له شورا سره د ثبت هېڅ ډول اسناد نه لري.
د نرسنګ زدکړو دغه زده کوونکي غوښتنه لري، چې په پوهنتون کې ياده څانګه دې ژر تر ژره د پاکستان نرسانو له شورا سره ثبت شي چې د فراغت سندونه يې باوري وګڼل شي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0