خېبرپښتونخوا پوليس ته دوزيراعلى لخوا جديده وسله اؤ ګاډي حواله، وزيراعلى وائي پښتونخوا کښې به امن بحالولے شي

Dec 8, 2025 - 21:04
 0  2
خېبرپښتونخوا پوليس ته دوزيراعلى لخوا جديده وسله اؤ ګاډي حواله، وزيراعلى وائي پښتونخوا کښې به امن بحالولے شي

پېښور( وحدت خبر) دخېبرپښتونخوا وزيراعلى محمد سهيل افريدي دګل په ورځ دپوليس لائنز پېښور دوره کړې ده اؤ دپوليس فورس ته ئې نوي اخستل شوي بلټ پروف ګاډي، جديده وسله اؤ سيکورټي الات پۀ باضابطه توګه حواله کړيدي، دخېبرپښتونخوا پوليس ته ډرون کيمرې، اينټي ډرون ګنز، اينټي ډرون سسټمز، تهرمل کيمرې، جيمرز، بلټ پروف جيکټونه، بيلسټ هيلمټې، بکتر بند ګاډي، سنائپر رائفلز، ډريګونوف، ايم ١٦، سب مشين ګنز، هيوي مشين ګنز اؤ نور جديد الات فراهم کړے شويدي، په بريفنګ کښې وئيل شويدي چې تهمر ويپن سائتس اؤ تهرمل بانوکلرز سره به  دشپې نګراني موثره جوړه شي، بلټ پروف ګاډو اؤ سائيډ ارمرنګ سره به دپوليس نقل وحرکت نور هم محفوظ شي، په دې موقعه وزيراعلى دخېبرپښتونخوا  پوليس ، سي ټي ډي اؤ اسپيشل برانچ ته ددهشت ګردۍ خلاف  په موثره کردار اؤ  دموجوده حالاتو په کلکه په مقابلې کولو دعقيدت پيرزوينې پيش کړې، دستورې ته په وينا کښې وزيراعلى ووئيل چې دپوليس فورس جذبې ځوانې دي اؤ  دا دسيکورټي فورسز سره اوږه په اوږه داولنۍ دستې کردار ا دا کوي، وزيراعلى  ووئيل چې د موجوده صوبائي حکومت  کوټلے کوشش دے چې پوليس فورس ناقابل تسخير فورس جوړ کړے شي اؤ دموجوده حالاتو دمقابلې کولو لپاره ورته نورې وسلې اؤ سهولتونه هم ورکړے شي، وزيراعلى ووئيل چې دخېبرپښتونخوا پوليس اؤ سيکورټي فورسز ددهشت ګردۍ خلاف په جنګ کښې بې مثاله قربانۍ ورکړيدي، دۀ ووئيل چې  مونږ داتيا زره شهيدانو خبره کوو نو په دې کښې دپوليس اؤ سيکورټي فورسز په زرګونو ځوانان شامل دي چې دقربانيو په نتيجه کښې ئې په صوبه کښې ٢٠١٨م نه ٢٠٢٢م پورې امن قائم ؤ خو د٢٠٢٢م نه پس يوحل بيا بدامنۍ سره مخ شو، وزيراعلى باور ورکړو چې خېبرپښتونخوا کښې به امن بحالولے شي اؤ دا به په هر صورت برقراره ساتلے شي، ددې نه وړاندې وزيراعلى دشهيدانو په يادګار دګلونو څادر کيښودو، پوليس لائنز ته په راتګ دپوليسو چاق وچوبند دستې وزيراعلى ته سلامي پيش کړې ده. وزيراعلى پوليس ته دحواله کړے شوو سيکورټي الاتو اؤ بلټ پروف ګاډو تفصيلي معائنه کړې، په دستوره کښې چيف سيکرټري شهاب علي شاه، انسپکټر جنرل اف پوليس ذوالفقار  حميد اؤ نورو سينئر پوليس افسرانو شرکت کړے دے.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي