څليريشت ګينټو کښې په غزه کښې ٨١ فلسطينيان شهيدان،٤٠٠ نه زيات ژوبل

پۀ څليريشت ګينټو کښې په غزه کښې ٨١ فلسطينيان شهيدان اؤ ٤٠٠ نه زيات ژوبل شويدي، داسرائيلو دحملو په نتيجه کښې دتير يو شواروز په دوران ٨١ فلسطينيان شهيدان شويدي، همدغه شان ٤٠٠ نه زيات ژوبل شويدي، په دې دوران قطر، امريکې اؤ دمصر لخوا په غزه کښې دجنګ بندۍ لپاره دمذاکراتو رفتار کښې هم تيزي راغلې ده.
دقطر دخارجه وزارت ترجمان ماجد الانصاري وئيلي دايران اؤ اسرائيلو اوسنۍ جنګ بندۍ نه پس په غزه کښې هم دجنګ بندۍ امکانات روښانه شويدي. ددۀ ترمخه دوحه، قاهره اؤ واشنګټن په غزه کښې دثالثۍ دعمل اهم فريقين دي اؤ دا موقعه ضائع کول نۀ غواړي. دامريکې صدر ډونلډ ټرمپ هم وړاندې اميد څرګند کړے چې دراتلونکې هفتې پورې به اسرائيل اؤ دحماس ترمينځ دجنګ بندۍ معاهده کيدے شي
اخوا دغزه صحت وزارت وئيلي دغزه ښار يو سټيډيم سره نزدې داسرائيلو په حمله دماشومانو پشمول ١١ کسان شهيدان شويدي، دبي بي سي ترمخه دا اسټيډيم دبې کوره کسانو خيمه کلي کښې بدل شوے ؤ
ددې نه علوه دالمواسي علاقه کښې په يو اپارټمنټ اؤ خيمه بمباري شوې چې پکښې نور ١٤ کسان شهيدان شويدي، دجافا سکول سره نزدې په يوه فضائي حمله کښې دپينځه ماشومانو پشمول ٨ فلسطينيان شهيدان شويدي.
What's Your Reaction?






