مارچ به دسهيل افريدي د وزارت اخري مياشت وي، شيرافضل مروت
اسلام اباد( وحدت خبر) سينئر رهنما شيرافضل مروت دعوه کړې ده چې مارچ به دسهيل افريدي د وزارت اخري مياشت وي، شيرافضل مروت وئيلي دي چې ريليز فورس جوول هم دعليمه خان مطالبه وه،دپي ټي ائي دباني په ژوند کښې دهغه خور تباهي خوره کړې ده، دۀ وئيلي دي چې دجمائمه په طلاق کښې هم دعليمه خان لاس ؤ،عليمه خان اؤ بشرى بي بي مصافحه نۀ کوي، نجي ټي وي سره خبرو کښې دۀ ووئيل چې عليمه خان دومره مهربانه کيږي ولې، هغې دسهيل افريدي واټ لګولے. دۀ ووئيل چې جنګونه، فتنه اؤ شر خورول دعليمه خان کار دے، دعليمه خان اؤ بشرى بي بي ترمينځ دراضي نامې لپاره دسمندر پورې نه پاکستانيان راغلي. شيرافضل مروت دعوه کړې ده چې عليمه خان دې ووائي چې هغې هار نۀ دے اخستے، هغه دې ووائي چې هاغه هر چرته لاړے؟عليمه خان دهسپتال پينځه سوه کناله زمکه هم خوړلې ده، کۀ زۀ دروغ وايم نو عليمه خان دې زما خلاف کيس وکړي. دۀ وئيلي دي پي ټي ائي داربونو ډالرو انډسټري ده،عليمه خان دکنځلو بريګيډ ته ټارګټ ورکوي، هغه دپي ټي ائي دباني په کورنۍ کښې ترټولو اميره ده. دعليمه خان په نمل يونيورسټۍ کښې ډير عمل دخل دے.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0