شمالي وزيرستان کښې دوه کارروايۍ،7 ترهه ګر ووژل شول

Dec 2, 2025 - 22:09
 0  3
شمالي وزيرستان کښې دوه کارروايۍ،7 ترهه ګر ووژل شول

پينډۍ( وحدت خبر) په شمالي وزيرستان کښې ددوه کارروائيو په دوران  بهارتي سرپرست يافته  اووۀ خوارج وژل شويدي، دائي ايس پي ار وينا ده چې سيکورټي فورسز په وړومبي دسمبر  په شمالي وزيرستان کښې دوه  مختلف انټلي جنس بيسډ اپريشنې کړيدي، داپريشن په دوران اووۀ دهشت ګرد وژل شويدي

دائي ايس پي ار وينا ده چې په ميرعلي کښې دخوارجو دموجودګۍ په اطلاع سيکورټي فورسز اپريشن کړے دے، داپريشن په دوران  دفورسز اؤ دهشت ګردو ترمينځ دډزو سخته تبادله شوې ده چې په نتيجه کښې ئې شپږ ترهه ګر وژل شويدي، همدغه شان سپين وام کښې هم يو اپريشن کښې يو ترهه ګر وژل شوے دے، وژل شوي ترهه ګرد  سيکورټي فورسز، قانون نافذونکو دارو  او معصومو وګړو دټارګټ کلنګ پشمول دترهه ګرۍ په ګڼو سرګرميو کښې ککړ وو.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي