خېبرپښتونخوا، مختلفو کارروائيو کښې دوه ترهه ګر ووژل شول

Sep 30, 2025 - 22:34
 0  1
خېبرپښتونخوا، مختلفو کارروائيو کښې دوه ترهه ګر ووژل  شول

) د خيبر پښتونخوا  په جنوبي وزيرستان اؤ لکي مروت کښې دوه مطلوب  ترهګر په جلا جلا پېښو کښې وژل شوي  دي،  د "ډان" ورځپاڼې د خبر له مخې، د جنوبي وزيرستان په برمل تحصيل کښې پوليس چارواکو دعوه کړې چې د تحريک طالبان پاکستان (TTP) يو مهم قوماندان وژل شوے دے. چارواکي وايي چې "قاري حسين" د دوشنبې په ورځ د جنوبي وزيرستان په يوه لرې پرته سيمه، د برمل تحصيل په مربوطاتو کې د ډزو په يوه پېښه کښې وژل شوے دے. پوليسو دا کس د TTP يو مهم غړي ياد کړے، چې په امنيتي ځواکونو باندې بريدونو،  قلنګ اخستو، تښتونو او هدفي وژنو کښې  ئې لاس درلودو. بلخوا، د لکي مروت ضلعې د وانډا امير په سيمه کې هم د دوشنبې په ورځ يوه بله پېښه شوې ده، چې پکښې يو بل وسله‌وال وژل شوےدے. د پوليسو يو افسر ويلي، چې دا عمليات د سيمه‌ ييزو وسله‌والو کليوالو او د امن کمېټې له مرستې سره ترسره شول، کله چې دوي ته د فتنۃ الخوارج ډلې د ترهګرو د موجوديت راپور ورکړل شو. نوموړي زياته کړې، چې دا نښته د صدر پوليس تاڼې په حدودو کې شوې، هلته سخت فائرنګ شوي او بالاخره يو ترهګر وژل شوے دے.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي