داسرائيلو خلاف جنګ کښې دپاکستان ملاتړ کله هم نۀ شو هيرولے، ايراني صدر

Jul 15, 2025 - 12:54
 0  0
داسرائيلو خلاف جنګ کښې دپاکستان ملاتړ کله هم نۀ شو هيرولے، ايراني صدر

 دايران مصدر مسعود پزشکيان وئيلي  دي چې داسرائيلو خلاف جنګ کښې دپاکستان ملاتړ کله هم نۀ شو هيرولے.

وفاقي داخله وزير محسن نقوي  دايران په دارالحکومت تهران کښې  ايراني صدرمسعود پزشکيان سره اهمه ليدنه کړې ده چې پکښې ددوه اړخيزه دلچسپۍ په مختلفو امورو، پاک ايران تعلقاتو او دوه اړخيزه مرستې  خبرې اترې شويدي.

 داخله وزير محسن نقوي ايراني صدر ته داسرائيلو خلاف په جنګ کښې په عظيمه فتح مبارکي ورکړې اؤ وئيلي ئې ئې دي چې  دايران دسپريم ليډر پشمول ټول قوم دجارحيت خلاف په کلکه مقابله کړې ده.

 محسن نقوي ووئيل پاکستان په ايران  دحملې په هر فورم سخته غندنه کړې ده.

 دايران صدر ووئيل  پاکستان چې دجنګ پهدوران څنګه دهغوي ملګرتيا کړې، کله ئې هم نۀ شي هيرولے، صيهوني حکومت داسلامي ملکونو ترمينځ دتقسيم او کمزورۍ پيدا کولو کوشش کوي.

 ده ووئيل داسلامي ملکونو ترمينځ اتحاد او هم اهنګي ضروريده.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي