ډي ائي خان اؤ بونير کښې ټريفکي پېښې،11 مړۀ

Jul 11, 2025 - 12:48
 0  0
ډي ائي خان اؤ بونير کښې ټريفکي پېښې،11 مړۀ

په ډيره اسماعيل خان اؤ بونير ضلعو کښې په مختلفو ټريفکي پېښو کښې ١١ کسان مړه شويدي.

  دسرچينو وينا ده چې يوه پېښه په کړي خيسور چشمه روډ ديو ګاډي او ټرک جنګيدو له امله شوې ده چې پکښې ددوه وروڼو پشمول پينځه کسان پحق رسيدلي دي.

سرچينو وئيلي دي چې په دې پېښه کښې  داختر منير مروت درې بچي، رشته دار او ډرائيور په موقعه مړه شويدي، دريسکيو ټيم وروسته په ګاډي کښې ګير لاشونه راويستلي اؤ دپهاړ پور هسپتال ته يې منتقل کړيدي، دوروڼو اؤ خويندو  جنازه په ډيره اسماعيل خان کښې وروسته ادا کړے شوې ده.

 بلخوا  دبونير په تحصيل مندڼ کښې يو ګاډے ژورې کندې ته لويدلے دے چې له امله ئې  شپږکسان مړه شويدي. دچارواکو وينا ده چې په وژل شوو کښې څلور زنانه اودوه ماشومان وژل شوي او دټولو تعلق ديوې کورنۍ سره ؤ.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي