دګورنر دعلي امين داستعفا ترلاسه کيدو تصديق

Oct 11, 2025 - 21:28
 0  1
دګورنر دعلي امين داستعفا ترلاسه کيدو تصديق

پېښور( وحدت خبر) دخېبرپښتونخوا ګورنر فيصل کريم  کنډي  دتحريک انصاف دمستعفي شوي وزيراعلي علي امين ګنډاپور داستعفا ګورنر هاؤس ته دترلاسه کيدو تصديق کړے دے. دګورنر هاؤس ترجمان ترمخه تيره ورځ غرمه دوه نيمې بجې د وزيراعلى  دخپلې عهدې نه په لاس ليکل شوې استعفا په باقاعده توګه ګورنر هاؤس ته ترلاسه شوې ده اؤ ددې دوصول کيدو تصديق هم شوے دے. ګورنر وئيلي  دپاکستان ائين اؤ دمتعلقه قوانينو مطابق داستعفا جانچ پړتال يا کره کتنې اؤ قانوني تقاضو دتکميل نه پس به دوزيراعلى استعفا دائيني  طريقه کار لاندې په عمل کښې راوستلے شي. ګورنر هاړس به دټولو ائيني اؤ قانوني تقاضو په نظر کښې نيولو سره معامله په شفاف اؤ منظم انداز کښې مخ په وړاندې بوځي. داتوار په روځ دګورنر هاؤس قانوني عمله نۀ وي نو ځکه به دګل په ورځ  دژوند دمعمولاتو داغاز سره سم ګورنر  دخپل قانوني ټيم سره مشاورت کوي. وزيراعلى ددې نه وړاندې خپله تحريري ټائپ شوې استعفا په ٨م اکتوبر ليږلې وه. دذريعو وينا ده چې دوزيراعلى وړومبۍ ليږل شوې استعفا په پراسراره توګه غائبه شوې ده.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي