کۀ اسرائيلو معاهده ونۀ کړه نو امريکا به خپله متبادله فارمولا پيش کوي، وائټ هاؤس
امريکا خبردارے ورکړے چې که حماس او اسرائيل د غزې جګړې ختمولو لپاره پۀ يو تړون موافق نه شول، نو د امريکا حکومت به خپله بديله (متبادل) فارمولا وړاندې کړي، څو په سيمه کښې سمدستي اوربند او د سولې لاره هواره شي. د امريکا د سپينې ماڼۍ وياندې کيرولاينا ليوټ خبريالانو ته بريفنګ ورکولو پۀ مهال ويلي، چې اولسمشر ټرمپ پدې مسئله کښې بشپړ شامل دے، او غواړي چې يرغمل شوي کسان زر تر زره آزاد کړل شي. هغې زياته کړه: "اولسمشر ټرمپ غواړي چې په غزه کښې امن راشي، او که دواړه خواوې (اسرائيل او حماس) پۀ کوم تړون ونه رسېږي، نو مونږ به خپله يو قوي او عملي فارموله وړاندې کړو." د سپينې ماڼۍ په وينا، دا مهال په غزه کښې د تخنيکي ټيمونو ترمنځ خبرې روانې دي، چې پکښې اصلي تمرکز د اسرائيلي يرغماليانو او فلسطيني بنديانو خوشې کولو باندې دے. کيرولاينا ليوټ دا هم وويل، چې "د يرغماليانو تر خوشې کېدو وروسته، زمونږ بله مهمه موخه د تلپاتې سولې ټينګښت دے." دا خبرې اترې د مصر په ساحلي ښار شرم الشيخ کښې روانې دي، چې پکښې د اسرائيل او حماس استازي ګډون لري. دا خبرې د امريکا له لورې د وړانديز شوي د سولې پلان لاندې روانې دي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0